افغانستان: د اوربند له پای وروسته د ناامنۍ پېښې کمې شوې

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د اختر په مناسبت د رسمي درې ورځني اوربند له پای وروسته، دا دی دویمه ورځ ده چې له دوو پېښو پرته د بریدونو او جنګ جګړو نورې پېښې نه دي شوې. طالبانو او افغان حکومت دواړو د اوربند غځېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي. بل خوا، د زندانیانو خلاصون په اړه هم یو څه پرمختګ شوی دی. پر دې ټولو، وروستي جزییات صابر عزیز لري.