افغانستان: تر یوې اونۍ د اوربند غزیدو ته هیلې

د خپرېدو وخت

په افغان حکومت او طالبانو کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ويلي، روان اوربند به تر یوې اوونۍ په غېر رسمي ډول وغځېږي. بل خوا د افغانستان دفاع وزارت کې هم یوه سرچینه وایي، تر دې دمه د هېواد په هېڅ سیمه کې طالبانو لوی بریدونه نه دې کړي. په طالبانو کې بیا د یوې سرچینې په خبره، د دې اونۍ په ترڅ کې به ډېری بندیان د دواړو خواوو لخوا ازاد شي چې - د افغانانو تر منځ خبرې - پیل شي. شازه حیا نور حال لري.