خوشحال نبي زاده: کابل ښار ناورین ته نژدې شوی

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې افغانستان کې تېر ۲۴ ګړۍ د کورونا وېروس ۲۳۳ تازه پېښې ثبت شوې، د کابل د روغتیا رییس خبرداری ورکړی، چې دا ښار ناورین ته نژدې شوی دی.

خوشحال نبي زاده وايي، د محدودیتونو نه مراعاتولو وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړ، که کابل ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه همداسې دوام وکړي، روغتیاپالان به د کورونا ناروغانو د پالنې وړتیا ونه لري.