افغانستان کې خونړۍ ورځ

د خپرېدو وخت

د کابل په لویدیځ کې پر یوه روغتون برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. ۱۵ تنه نور ژوبل شوي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. د کابل د دې روغتون برید مسوولیت داعش منلی دی. د ننګرهار په ښېوه کې بیا په جنازه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي او له ۶۰ ډېر یې ټپیان کړي. د هېواد په شمال کې هم د تاوتریخوالي پېښې وې. صابر عزیز یې جزییات لري.