کورونا وېروس: چارواکي وايي، د درملنې اسانتیا یې درې برابره ډېره کړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له ډېریدو سره یې په روغتونونو کې د بسترونو ظرفیت نژدې دری برابره لوړ کړی دی. مسوولین وايي، اوس د دغه وزارت لابراتوارونه کولای شي د ورځې تر ۲۰۰۰ معاینات وکړي، خو د مراجعینو شمېر وايي د ۵۰۰ او زرو تر منځ دی. بل لور ته بیا د خوړو نړیوال سازمان وايي کورونا وېروس به افغانستان د خوړو له کړکېج سره مخامخ کړي. نجما ځلا یې نور حال راکوي.