کورونا وېروس: وروستی وضعیت

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د کورونا وبا پر وړاندې مبارزې هڅو کې، د دغه هېواد روغتيا وزارت د پلازمېنې کابل رغېدلې دار الامان ودانۍ کې د ګوښيتوب يو ۳ سوه بستريز مرکز پرانيستی دی.

افغان روغتيا وزير کورونا وبا د اور لمبو په څېر بللې چې هېواديې ورسره مخامخ دی. افغانستان کې په کورونا ويرونا ويروس اخته کسانو رسمي شمېر ۹۳۳ ته رسېدلی، چې ۳۳ تنه ترې مړه شوي او ۱۱۲ نور روغ شوي دي.

په نړيواله کچه بيا د تازه شمېرو له مخې چې د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون غونډې کړې، له کورونا ويروسه د مړو شوو خلکو شمېر له ۱۵۰ زرو اوښتی دی. د دغو مړينو نژدې څلورمه برخه یې پېښه شوې، چې د مرګونو شمېر په کې اوس ۳۷ زرو ته رسېدلی دی. اروپا کې بيا څلور هېوادونه، ايټاليا، اسپانيا، فرانسه او بريتانيا له کورونا ويروسه د مړينو نيمه برخه جوړوي. داسې حال کې چې د انټيباډۍ فعالو او کارنده ازموينو هلې ځلې روانې دي، ، د روغتيا نړيوال سازمان کې کاروپوهانو د دې نظر په اړه شکونه څرګند کړي دي. دوی وايي داسې بېلګې نه شته چې په دې ويروس اخته کېدا دې راتلونکې ناروغۍ پر وړاندې د خونديتابه ضمامت وکړي.