افغانستان کې د سمنک پخولو مېله

د خپرېدو وخت

هر کال د پسرلي او نوروز مېلې په نږدې کېدو سره په مزارشریف ښار کې ګڼ شمېر نجونې او مېرمنې د سمنک پخولو مېله جوړوي، چې په دغه مېله کې دوی په ګډه سمنک له پیل څخه تر څو چې پخېږي برخه اخلي او د سمنک ځانګړې سندرو په ویلو خوشالي نمانځي. سږ کال هم د بلخ له بېلابېلو ټولنو، فرهنګي کړیو او د دولتي ادارو کارکوونکې د مزارشریف ښار په رابعه بلخي بازار، کوم چې د مېرمنو ځانګړی بازار دی سره راټولې شوې وې او په هېواد کې یې د سولې، آمن او د نوي کال د خوښیو په موخه سمنک پوخ کړی و.