تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"بین الافغاني خبرو ته دې ټول منلی پلاوی ټاکل شي"
د خپرېدو وخت
د کندهار اوسېدوونکو او قومي مشرانو نن په یوه غونډه کې له افغان حکومت وغوښتل چې د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره دې ټول منلی پلاوي وټاکل شي. دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون د هرکلي تر څنګ له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې دې له انحصاره وباسي او ولس ته دې په کې واک ورکړي.
دغو قومي مشرانو همدا ډول له طالب وسله والو هم وغوښتل، چې د سولې تړون ته ژمن پاتې شي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.