بدخشان: د مېندوارو ښځو د مړینې پېښو کې پام وړ کموالی راغلی

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بدخشان ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي، د مېندوارو مېندو د مړینې پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی. د دوی په وينا په تېر یوه کال کې په دریو ولسوالیو کې د مېندوارو مېندو د مړیني هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې. دوی وايي دغه ولایت کې د نرس، قابلو ښوونیز پروګرام پلي کېدو پکې مهم رول لوبولی دی. دغلته د مېندو د روغتیا ساتنې ډاکټره فروزان فاني وايي دولایت په کچه ، په ۲۰۰۲ کال کې د مېندوارو مېرمنو له هرو سلو زرو یې شپږ نیم زره مړې کېدې خو اوس دغه شمېره ۶۲۱ ته راښکته شوې ده. قربان علي حمزي یې له بدخشانه نور حال راکوي.