تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د ناکامورا ملګری به نیمګړي کارونه بشپړوي''
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د تېتڅو ناکامورا نیمګړو کارونو بشپړولو او ساتلو لپاره يې د هغه يو ملګری ور روان دی. تېتڅو ناکامورا د يوې جاپانۍ خيريه ټولنې مشري کوله، چې افغانستان کې یې د اوبو ادارې او کرنيزو چارو په پراختيا کې کار کاوه. ده د ننګرهار په دريو ولسواليو کې شاړې ځمکې سمسورې کړې او زرګونه خلک یې ورسره په کار بوخت کړي وو. ناکامورا د دې تېر دسمبر پر ۴ مه په جلال اباد کې نامعلومه وسله والو له پنځو ساتندويانو سره په ډزوو وواژه. همکار مو ذبيح الله رحيمزی ښېوې ولسوالۍ ته ورغلی او د ناکامورا د نيمګړو کارونو په اړه یې دغه رپوټ رالېږلی دی.