تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کتاب لوست دودولو نوې هڅه
د خپرېدو وخت
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یو شمېر ځوانانو د کتاب لوست دودولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي. د پکتیا ولایت په لرې پرتې ولسوالۍ احمدابا کې د ځوانانو یوه ډلګۍ هره جمعه ماسپښین سره راټولیږي او هر کس د اونۍ په اوږدو کې د ور سپارل شوي کتاب لنډيز له نورو سره شریکوي. دا ځوانان د لوست لپاره سیاسي، تاریخي او ټولنیز کتابونه ټاکي او نور هم کتاب لوستلو ته وربولي. نصرت الله تسل مو په دغه ولایت د کتاب لوستو دودولو پر هڅو خبروي.