د ۷۰۰ زره کوچیانو لپاره یوازینی ښوونځی

د خپرېدو وخت

هرات کې د کوچیانو د چارو د انسجام اداره وایي د افغانستان په لویدیځ کې کوچي ماشومانو لپاره لږترلږه پنځوس ثابت او ګرځنده ښونځیو ته اړتیا ده. اوس مهال د ټولې لویدیځې حوزې په کچه په هرات کې د ۷۰۰ زره کوچیانو لپاره یوازې یوه لیسه فعاله ده چې سږ کال په یوې کرایي ودانۍ کې جوړه شوې او یوازې هلکان پکې زده کړې کوي. زموږ همکار محمد قاضي زاده چې دغه ښوونځي او لیلیه ته یې ورغلی وو وايي چی زده کوونکي ان لومړنیو اړینو اسانتیاوو ته هم لاس رسی نلري.