تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نجونې که هلکان؟
د ذهنيتونو بدلولو له پرله پسې بېلابېلو هڅو سره سره افغان ټولنه کې د نویو زېږېدونکو نجونو پر وړاندې دا باورونه لا هم زیات دي چې هلکان له نجونو غوره او د کورنۍ خوښي بلل کېږي. بي بي سي موندلې چې ځينې میندې ان د کورنۍ له وېرې خپلې لوڼې له زېږېدو وروسته روغتون کې پرېږدي. خو ډېرې کورنۍ بیا شته چې د زامنو ترڅنګ د لور لرل خپله لوړه هیله بولي. بله خوا بیا داسې کورنۍ هم شته چې یوازې لوڼې لري او نور هم هڅوي چې د لور له لرلو سره مخالفت ونه ښيي. پرون د اوکتوبر ۱۱ مه د نجونو نړیواله ورځ وه، صابر عزیز د نجونو په اړه له کابله دا راپور راستولی.