للو للو: له مهاجرو ماشومانو سره مرسته

د خپرېدو وخت

د دې اوونۍ د للو للو کيسه د يوې ماشومې جميلې په اړه ده چې په کلي کې يې جګړه وه، دا له خپل کوره کډه او لېرې بل ښار کې د خپل تره کور ته ولاړه. له جميلې خپل ټول د لوبو سامان پاتې شوی و، د تره لور يې د لوبو شيان نه ورسره شريکول.

دا کيسه ماشومان ته ورزده کوي چې له هغو ماشومانو سره مرسته کوئ چې بېځايه شوي او خپل کور ترې پاتې دي.

دغه کیسه نجیبې لېمې لیکلې او هم یې وړاندې کوي. پروډيوسر يې ګوربت ننګيال دی.