تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حکمتیار: که ولسمشر شوم، د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي سره بېلوم
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار وايي که ولسمشر شي په پوهنتونونو او د زدکړو په نورو مرکزونو کې د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي سره بېلوي. ښاغلی حکمتیار وايي دا کار به په تدریجې بڼه تر سره کړي. دی د ښځو پر وړاندې د تاورتریخوالي د مخنیوي په قانون هم نیوکې کوي او وايي دې قانون د کورنیو وېشلو ته زمینه برابره کړې.
ګلبدین حکمتیار د سولې او اسلامي عدالت تر شعار لاندې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړي چې فضل هادي وزین او حفیظ الرحمان نقي ورسره مرستیالان دي.
د بي بي سي د کابل دفتر مشر شعیب شریفي له ښاغلي حکمتیار سره مرکه په افغانستان کې د ولسواکۍ د برخلیک په اړه په پوښتنه پیل کړې.