تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روحاني: د بندیزونو له لرې کېدو پرته خبرې نه شي کېدای
د خپرېدو وخت
ايران به تر هغه له امريکا سره خبرې ونه کړي، چې پر تهران لګول شوي بنديزونه نه وي لرې شوي. دا يوه ورځ وروسته له هغه د ولسمشر روحاني له پلوه يو پيغام دی، چې ډونلډ ټرمپ ويلي وو دی غواړي د اتومي لانجې پر سر په ټپه ولاړ حالت پای ته رسولو لپاره سره وګوري. د امريکا ولسمشر ويلي دواړه غاړې احساس کوي چې د حل لارې موندلو ته چمتو دي، او سمو شرايطو کې به سره خبرې کوي.