د اوبولو يو نوی پمپ

د خپرېدو وخت

تخار کې يو ځايي کسبګر د اوبو يو داسې پمپ جوړ کړی، چې د جګو او للمي مځکو اوبولو هیلې يې ټوکولې دي. دغه پمپ یوازې د اوبو په فشار، تر یو نیم کیلومټرو پورې اوبه خېژوي. محمود کارګر چې دغه پمپ یې تخار کې دود کړی وايي که د ده دا پمپونه د اوبو رسولو او اوبو لګونې پروګرامونو کې وکارول شي، جګې او للمي مځکې به په اسانۍ او په کم لګښت خړوبې شي. زلمی اشنا د تخار مرکز تالقانو ځینو سیمو ته ورغلی او دا راپور يې رالېږلی دی.