دملي بیرغ ورځ

د خپرېدو وخت

د زمري اوومه په ټول افغانستان کې د ملي بیرغ ورځې تر نامه لاندې ونمانځل شوه.

د دې هیواد په ډیرو ولایتونو کې عامو خلکو او دولتي ادارو د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي سمبول په توګه په مختلفو ډولونو نندارې ته وړاندې کړ.

له تور ، سور او زرغون رنګونو جوړ ملي بیرغ په ۱۹۲۸ م کال کې د شا امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په لویه جرګه کې تصویب شو.

خو په وروستیو دورو کې څو ځله د افغانستان ملي بیرغ بدلون موندلی دی.