تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزادۍ هندیه: پاکستان غوښتل امان الله خان هلته خښ شي
د ۱۹۶۰ کال د اپرېل پر ۲۵ د سویس زوریخ ښار په یوه روغتون کې امان الله خان ساه ورکړه. "افغان سفیرانو د افغانستان دولت ته احوال ورکړ" خو شهزادۍ هندیه وايي چې افغان دولت "هم نه پوهېده چې څه وکړي."
د پاچا له مړینې وروسته 'پاکستان چې له ملکې ثریا غوښتنه وکړه چې امان الله خان دې پکې خښ شي' د شهزادۍ په وینا"د افغانستان دولت خجالت واېست که څنګه، ویې ویل چې رایې وړئ خو جلال آباد ته."
امان الله خان یوازې افغانستان پورې محدود نه و. د ښاغلي سیستاني په وینا په پښتونخوا کې امان الله خان ته ارادت آن د انګریز چارواکو پام ځان ته ور اړولی و چې په اړه یې لیکلي دي او تر هغه ورهاخوا بیا "د هند مسلمانانو هم امان الله خان خپل پاچا ګاڼه".
پاکستان چې د امان الله خان د مړینې پر کال ۱۳ کلن و، د شهزادۍ په وینا، ډېر لېوال و چې امان الله خان پکې خښ شي، خو ملکې ثریا ته دا سره کرښه وه.
دا ویډیو د شاه امان الله خان د مرگ کیسه رپوټ برخه ده.