تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې د څښاک اوبو کړکېچ
د کندهار ښار له شاوخوا يو نيم ميليون وګړو يې يوازې لس سلنه د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی لري. د ښار پاتې ۹۰ سلنه يې د ويالو او ژورو څاګانو اوبه کاروي، چې د اوبو رسولو اداره یې خوندي نه ګڼي. په هغو سيمه کې چې ترمځکې لاندې اوبو کچه یې ټيټه ده، خلک یې اړ وي، چې د څښاک اوبه وپېري، داسې حال کې چې ډېر یې بېوزلي دي او له ستونزو ډک ژوند تېروي. د کندهار اوبو رسولو اداره وايي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د ښار هغو سيمو ته د څښاک وړ پاکې اوبه رسوي، چې اوسمهال د اوبو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي. نور حال د مامون دراني په راپور کې.