تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د صرافانو ټولنه نه مني چې میلیارډونو ډالر ایران ته چاقاق شوي
بي بي سي موندلې چې پر ایران د امریکا بندیزونو له سختېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د امریکايي ډالرو د قاچاق بهیر هم زيات شوی دی. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، تېر ۲۰۱۸ کال کې نژدې پینځه میلیارده ډالره په ناقانونه توګه له افغانستانه ایستل شوي دي.
له افغانستانه د ډالرو د قاچاق ګوته تر ډېره صرافانو او د پيسو لېږد شخصي کاروباریانو ته نيول کېږي، خو د صرافانو ټولنه بیا دا ډول تورنه نه مني.
نجما ځلا په کابل کې د افغانستان د صرافانو ټولنې له يو غړي حاجي عبدالرحمان ځیرک سره په همدې اړه خبرې کړې دي.