تخار کې د انجې کرکيله

د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال ختيځ تخار ولایت په وچو او خاورینو غونډیو کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده.

انجه داسې بوټی دی چې د طبي موخو لپاره کارول کېدی شي، او په طبعي ډول د تخار په غرونو کې شنه کېده، خو دوه لسیزې وړاندې يې په نامسلکي ډول د راټولولو له امله په ورکېدو شو.

د افغانستان د کرنې وزارت ۱۲ کاله مخکې د دغه بوټي پر هر ډول کارولو بنديز ولګاوه. اوس بيا خلکو په خپله د انجې تخم له تاجکستانه وروړی، للمي او وچې مځکې یې پرې ښېرازه کړې دي.

زموږ همکار زلمی اشنا د تخار رستاق ولسوالۍ ته ورغلی چې په زرګونو جریبه مځکه کې يې د انجې کرکيله کېږي.