تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سارا شریف د مړینې پلټنه؛ "ښايي په خپل مرګ نه وي مړه شوې"
برتانیا کې د لس کلنې سارا شریف د مړینې په اړه پلټنو د هغې د مرګ اصلي لامل لا هم نه دی په ډاګه کړی، خو ډاکټرانو محکمې ته ویلي چې "ښايي په خپل مرګ نه وي مړه شوې."
پاکستاني پولیسو د سارا د کورنۍ په لټه کې خپلې پلټنې هم پراخې کړي دي.
سارا د روانې میاشتې په لسمه د انګلند سسیکس ولایت په وکېنګ ښار کې په خپل کور کې مړه موندل شوې وه، چې پر بدن یې ټپونه هم وو.
د بریتانیا پولیس د لس کلنې سارا شریف د وژنې اړوند څېړنو لپاره د هغې، پلار عرفان شریف ، مور(د سارا میره) او تره لټوي.
د سارا د مړي له موندلو یوه ورځ مخکې د اګست په نهمه ښاغلی شریف، د هغه د ژوند ملګرې بینش باتول او ورور یې فیصل ملک له بریتانیا وتلي وو او پاکستان ته تللي وو.
پولیسو تایید کړې، چې هڅه کوي له عرفان شریف، د ژوند ملګرې یې او ورور سره یې خبرې وکړي.
د پاکستان پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې له دوی غوښتل شوي د ښاغلي شریف د موندلو هڅه وکړي، خو نوموړی یې نه دی نیولی.
سره له ده چې پاکستاني پولیسو پلټنې پراخې کړي خو لا هم نه دي توانېدلي چې د سارا شریف مور پلار او تره ونیسي.
په وروستیو پلټنو کې کله چې محکمې ته خبر ورکړل شو چې سارا شریف د مړینې لامل لا هم نه دی مالوم، محکمې قضیه د شپږو میاشتو لپاره وځنډوله.
محکمې ته ویل شوي چې د سارا د مړینې وروسته د جسد پلټنې پر مهال ډاکټر نتانیل کار نه دی توانېدلی چې د هغې د مړینې لامل په مالوم کړي، خو ویلي یي چې ښايي په خپل مرګ نه وي مړه شوي.
د سیمې قانونيډاکټر منلې، چې سارا د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې نړۍ ته راغلې او په ووکېنګ سیمه کې په خپل کور کې مړه موندل شوې ده.
د هغې مړینه د اګسټ په لسمه نېټه تایید شوه، خو لا یې هم د مړینې کره نېټه نه ده تایید شوې.
پاکستان کې پولیسو بي بي سي ته ویلي، له ګڼو سرچینو د مالوماتو د ترلاسه کولو وروسته یې د سارا شریف د کورنۍ د لټون ساحه د پنجاب جهلم شاوخوا نورو سیمو ته هم غځولې ده.
په وکېنګ کې د شاه جهان جومات امام حفیظ هاشمي ویلي، د سارا شریف پر مړینه د سیمې ټول اوسیدونکي خواشیني دي او غواړي چې "عدالت پلی شي."
د سارا پلار ۴۱ کلن عرفان شریف، ۲۹ کلنه مېرمن یې بینش بتول (د سارا میره) او ۲۸ کلن ورور یې فیصل ملک پاکستان ته په رسیدو یې د بریتاینا د بیړنیوخدمتونو ۹۹۹ شمېرې سره اړیکه هم نیوله وه.
د پاکستان پولیسو دا څرګنده کړې، د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) تر فشار لاندې دي چې له بریتانیا ورغلي یاد درې کسان ولټوي.