اسلام اباد د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره له هبت الله اخوندزاده مرسته غواړي

د خپرېدو وخت

اسلام اباد د افغان طالبانو له مشره غوښتي په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د وسله والو بریدونه په مخنیوي کې مرسته وکړي. د پاکستاني چارواکو په وینا دا غوښتنه د پېښور په یوه جومات کې د تېرې اوونۍ تر چاودنې وروسته شوې چې په کې شاوخوا سل کسان ووژل شول.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړي مرستیال فیصل کریم کینیډي د شنبې په ورځ وویل، تهران او کابل ته به پلاوی واستول شي چې "له هغوی وغواړي، دا ډاډ ورکړي چې ترهګر د پاکستان پر ضد د دوی خاوره نه کاروي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په یوې لنډې اعلامیې د پېښور چاودنه کې لاس لرل رد کړي، خو د پولیسو لاین په نوم سیمې په یوه جومات کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي برید پړې ګوته په پراخه کچه دغې وسله والې ډلې ته کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، له ډیورنډ کرښې سره په پرتو سیمو کې د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د دغه هېواد په ښارونو کې یې مرګوني بریدونه کړي او یا د یرغمل پېښې رامنځ ته شوې دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي په پېښور کې وروستی برید د پاکستان طالبانو پورې تړلې یوې "خطرناکې څانګې" کار بولي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو یوه مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هغه پلاوی چې کابل ته ځي "د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره به خبرې وکړي."

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي "کله چې وایو لوړپوړي چارواکي، یعنې... د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده." ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک دا وروستیو کې د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

تهران او کابل تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په پېښور کې تر خونړي برید دوه ورځې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو، پاکستان باید په دې اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او "د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي."

نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې دغه برید ته په اشارې سره ویلي وو "دا سیمه له جګړې، ټوپک او چاودنو سره اشنا ده. دا ممکنه نه ده چې د واسکټ ځانمرګی برید دې دومره ویجاړۍ رامنځته کړي، په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې واسکټ نه دی لیدلی چې د جومات چت دې غورځولی وي او دومره مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړي وي."

په ٢٠١٤م کال کې هم په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پاکستاني پوځ د ماشومانو پر ښوونځي خونړی برید شوی وو.

تېر کال د اسلام اباد او پاکستان طالبانو تحریک ترمنځ د سولې خبرې د طالبانو د کورنیو چارو، چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې په ترڅ کې یې لنډمهاله اوربند وشو، خو وروسته دې ډلې خپل بریدونه بیا پیل کړل.