د بریتانیا تر ټولو د لږ مودې لومړۍ وزیرې استعفا

د خپرېدو وخت

د بریتانیا لومړۍ وزیرې لیز ټرس په واک کې له یوازې پنځه څلوېښت ورځو پاتې کېدو وروسته استعفا وکړه.

نوموړې د واکمن محافظه کار ګوند منځ کې د بریتانیا په تاریخ کې ددغه ګوند د محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته د رالوېدو په درشل کې د غږونو راپورته کېدو وروسته استعفا وکړه. دا د لیز ټرس د برتانیا په تاریخ کې تر ټولو د لږ مودې لپاره لومړۍ وزیره وه.‌