سوات کې د ښوونځي د موټروان وژنه: ځایي خلکو احتجاج پیل کړی

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د سوات په ګل باغ سیمه کې دوشنبه پېښه کې د وژل شوي موټروان وژنې پر ضد هلته احتجاجونه شوي دي.

د وژل شوي کس کورنۍ او احتجاج کوونکي د پولیسو هغه ادعا ناسمه بولي، چې پکې يې دغه پېښه د موټروان ذاتي دوښمني یاده کړې وه.

کورنۍ او احتجاج کوونکي وايي، وژل شوي موټروان له هېچا سره بدي‌ نه وه او دا د ترهګرۍ پېښه بولي.

دوشنبه د سوات په ګل باغ سیمه کې نامالومه وسلوالو د یوه ښخصي ښوونځي پر موټر ډزي کړې وې، چې د پولیسو په خبره موټروان حسین احمد وژل شوی او یو زدکوونکی ټپي شوی و.

ځايي پولیسو ادعا وکړه چې دا ترهګریزه پېښه نه ده او تور يې پورې کړ،‌ چې د وسله والو هدف د ښوونځي زده کوونکي نه،‌ بلکې موټروان و، چې "شخصي بد يې درلودل."

د وژل شوي موټروان حسین احمد ورور شبیر خان له بي بي سي پښتو سره خبرو کې د پولیسو دغه ادعا بې بنسټه وبلله او دا پېښه يې شخصي دوښمني نه،‌ بلکې ترهګري بللې.

"زما د ورور یا زموږ له هېچا سره هېڅ بد نشته او نه وو. د پولیسو بیان بلکل غلط دی او دا د ترهګرۍ پېښه ده"

د سوات په ګل باغ سیمه کې ددې پرلت ملاتړ ګڼو سیاسي ګوندونو هم کړی.

په سوات او شاوخوا سیمو کې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او ځايي ولس ادعا کوي، چې هلته وسله وال طالبان یو ځل بیا فعاله شوي دي.

په تېرو څو اونیو کې هلته بیا بیا د ناامنۍ پر ضد او د سولې په ملاتړ لاریونونه هم شوي او پرون تردې برید وروسته په ښوونځیو په سلګونو ماشومانو هم احتجاج کړی دی.‌

په سوات کې ځايي ‌فعال مظهر ازاد چې په دې پرلت کې ګډون لري، له بي بي سي سره يې خبرو کې وویل، تر هغه چې د دوی غوښتنې منل شوې نه وي، پرلت به يې روان وي.‌

ښاغلي ازاد وویل، د دوی څلور غوښتنې دي،‌ چې په سر کې يې د پولیسو د پرونی بیان بېرته اخیستل دي.

"لومړۍ غوښتنه دا ده چې پولیس به دا بیان بېرته اخلي او بښنه به غواړي او دا ډاډ به راکوي، چې دغه ډول پروپاګند او تورونه به بیا نه لګېږي. دویم، د قاتل مالومول او نیول، درېیم د مړي له کورنۍ سره د حکومت له لوري مالي مرسته او څلورم په سوات او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پېښو ته د پای ټکی کښېښوول دي."

پاکستان ته د ملالې یوسفزۍ سفر

په همدې حال کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ چې سوات یې پلرنی ټاټوبی دی، سې شنبه وختي مهال کراچۍ ته رسېدلې.

نوموړې به په پاکستان کې د سیلاب ځپلو سیمو ته ځي او زیانمنو سره به ویني.

اغلې یوسفزۍ داسې مهال پاکستان ته ګرځېدلې، پوره لس کاله وړاندې همدې میاشت کې، نوموړې سوات کې په ورته یوه برید کې سخته ټپي شوې وه.

دا تر هغې پېښې وروسته پاکستان ته د ملالې یوسفزۍ دویم سفر دی.

هغه تردې وړاندې لومړی په ۲۰۱۸ کال کې دغه هېواد ته تللې وه.