تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې به راتلونکی کال داسې ۳۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي ومنل شي چې له خطر سره مخامخ دي
بریتانیا حکومت غواړي هغه ۱۰ زره افغانان چې له کابله دې هېواد ته لېږدول شوي او د بریتانیا په هوټلونو کې استوګن دي، د محصلینو لیلیو ته ولېږدوي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت نن د هغو کسانو شمېر جزیات خپاره کړي، چې یو کال مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایستل شوي وو. بریتانیا حکومت وايي، ''له افغانانو سره کړیو ژمنو ټینګ ولاړ دي. ''
د دې معلوماتو له مخې تمه کېږي، بریتانیا کې به راتلونکی کال داسې ۳۵۰۰ افغانان ومنل شي، چې له احتمالي خطر سره مخامخ دي.
پروسږ کال چې افغانستان کې طالبان واکمن شول، بریتانیايي چارواکو ژمنه وکړه، پنځو کلونو موده کې به ۲۰ زره افغانان بریتانیا کې مېشت کړي، چې ښځې او د قومي، جنسي او مذهبي لږکیو هغه کسان پکې شامل دي، چې له احتمالي خطر سره مخامخ دي.
دغه کسان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له لوري معرفي کېږي او بیا د پناه غوښتونکو په توګه منل کېږي. د تازه شمېرو له مخکې د کابل سقوطه څو میاشتې مخکې وخته نیولې بیا تر اوسه پورې ۱۱۳۰۰ کسانو ته بریتانیا کې د مستقل اوسېدو ويزې ورکړل شوې دي.
بل لور بریتانیا حکومت وايي، هڅه کوي هغو افغانانو ته د مستقلې استوګنې ځایونه ومومي، چې په موقت ډول په هوټلونو کې ژوند کوي.
هغه شمېرې چې نن خپرې شوې ښيي چې اوس هم له افغانستانه بریتانیا ته لېږدول شوي، ۹۶۶۷ کسان په ۶۶ هوټلونو کې په موقت ډول استوګن دي.
بریتانوي چارواکي وايي، د دې کسانو استوګنې لپاره په ټوله بریتانیا کې له ۲۰۰۰ ډېرو کورونو ته اړتیا ده.
اوس حکومت غواړي د تعلیمي ادارو په همکارۍ ''د افغانانو د کورنیو لپاره یو شمېر لیلیې په اوږدمهاله استوګنځایونو بدلې کړي. '' بریتانیا کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال لارډ هرینګټن وايي:
''د افغانانو لپاره د اوږدمهاله مېشت ځایونو موندل یو رښتینې او پېچلې ننګونه ده. ''
نوموړي زیاتوي له ځايي شوراګانو او د کورنو له څښتنانو یې غوښتي چې دې موضوع کې د کډوالو لپاره د دائمي، ارام او هوسا مېشت ځایونو موندلو لپاره رامخکې شي او په خبره یې په هوټلونو کې د دوی موقته اوسېدونه ''یوه موقتي حل لاره ده او داسې تګلاره نه ده، چې موږ یې د تل لپاره غوره کړو. ''
یو کال مخکې له کابله د خلکو ایستلو په هغو بریتانوي عملیاتو کې چې د 'پتینګ ' نوم ورکړل شوی وو، ۲۱۵۰۰ بریتانویان، په افغانستان کې د بریتانیا همکاران او ځینې کسان چې له خطر سره مخامخ وو، وایستل شول.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل په خبره له دې ډلې ۷۴۰۰ کسانو ته دائیمي استوګنځي ورکړل شوي دي. د یادونې ده، چې له کابله د خلکو ایستلو پر بریتانوي عملیاتو نیوکې هم شوې او د ګډوډیو رپوټونه یې هم خپاره شوي دي.