اوکرايين جګړه: د غلې پر صادراتو تړون ګواښ سره مخ دی

د خپرېدو وخت

روسیې د اوکرایین پر اودیسه بندر د توغندیو برید منلی دی. برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې روسیې له اوکرایین سره یو تړون وکړ او ژمنه یې پکې وکړه چې دغه بندر به نه په نښه کوي او د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د لېږد مخه به هم نه نیسي.

همدا اوس په میلیونونو ټنه غله دانه، په اوکرایین کې بنده پاتې، چې له امله یې په نړۍ کې د خوړو کموالی ډېرېږي او بیې ورسره لوړېږي.