تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما په تازه راپور کې طالبان یې د بشري حقونو په سرغړونه پړه ګڼلي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما پخپل تازه رپوټ کې ویلي، که څه هم تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان کې جګړه پاموړ کمه شوې، خو د بشر حقونو سرغړونو او د ملکيانو مرګژوبله د پخوا په څېر روانه ده.
يوناما همدا نن خپل يوه راپور کې ويلي، لس مياشتې مخکې له راهيسې چې پر واګو یې ولکه کړې، طالبان له محاکمې پرته وژنو، ربړونو، په زوره نيونو او ناانساني سزاوو مسئوليت پر غاړه لري.
د يوناما راپور ويلي دې سرغړونو يو شمېر هغه پرګنې په نښه شوې، چې له پخواني حکومت سره يې تړاو لاره، يا د بشري حقونو پلويان يا مبارزان وو او خبريالان هم په کې وو.
طالبان وايي دا خبره سمه نه ده.