۱۰۵ کلنه مېرمن هند کې د ځغاستې ريکارډونه ماتوي

د خپرېدو وخت

کله مو فکر کړى چې که په عمر مو سل کاله واوړي څه به کوئ؟ راځې د يوې ١٠٥ کلنې هندۍ انا کيسه درته وکړم. د رامبي په نامه دې غورې انا ځغاستې ته مخه کړه.

کيسه داسې وه چې لمسۍ يې په ځغاسته کې پاتې راغله نو دې خپله مټې رانغښتي او دا دى دومره پکې چټکه شوه چې د هند په کچه يې ملي ريکارډونه مات کړل. کورنۍ يې ورته وايي پام کوه خو دا ځغلي او د چا نه اوري.