افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اقتصادي کړکېچ

د خپرېدو وخت

افغانستان کې له يوه ميليون زيات ماشومان د سختې خوارځواکۍ له بېلابېلو کچو سره مخامخ دي. دغه هېواد تر طالب واکمنۍ لاندې له داسې اقتصادي کړکېچه تېرېږي، چې له وړاندې په کې د عايداتو منځنۍ کچه ۱/۳ لوېدلې ده.

د نړيوالو ادارو له خوا بشري مرستې کېږي، خو د لا پراخو پرمختيايي چارو لپاره پيسې نه شته، او داسې خبرداری ورکول کېږي چې د بېوزلو لاسنيوي لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتيا ده.

طالبانو پر ښځو بنديزونو لګولو او د خپلو سختو تګلارو پلي کولو ته تر ډېره خپل پام اړولی دی.

دغه بېوزله هېواد کې ډېرو کورنيو خپلو خوړو کې د سختو بدلونو په ګډون د نهيلۍ تدبيرونو ته مخه کړې ده.

د بي بي سي خبريال سکندر کرماني پرې له کابله دا راپور لري: