اوکرايين جګړه: د ملکيانو ايستلو لپاره له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه شوې

د خپرېدو وخت

اوکرایین له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندي کولو لپاره لا ډېر کار وکړي او د روسیې تر برید لاندې سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

چارواکي وايي، په ځانګړې توګه، محاصره شوي سویلي ښار ماریوپول کې خلکو ته رسېدو لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

اوس داسې هیلې شته نور کسان به هم د هغه بشري پلان له مخې له ویجاړو سیمو خوندي ځایونو ته یوړل شي چې له روسیې سره یې سلا شوې ده خو تر اوسه یې تایید نه دی شوی. روسي ځواکونه له څو اونیو راهیسې هڅه کوي د ماریوپول ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش کیېف ته تر سفر مخکې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.

تر دې مخکې ولسمشر ولودمير زیلینسکي خبرداری ورکړی و چې روسیه کولی شي پر نورو هېوادونو هم بریدونه وکړي د ده په وینا پر اوکرایین یرغل د دې بهیر پیل دی.