تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه د اروپايي وزیرانو د غونډې کوربنه ده، خو د بریتانوۍ وزیرې بلنه یې لغوه کړې
فرانسه نن (د نومبر ۲۸مه) د اروپايي هېوادونو د وزیرانو د غونډې کوربنه ده.
په دې غونډه کې په دې اړه خبرې کېږي چې څنګه شونې ده چې د هغو کډوالو مخنیوي وشي چې په غیرقانوني ډول په وړو کښتیو کې له فرانسې نه بریتانیا ته د تللو هڅې کوي.
دا غونډه وروسته له هغه رابلل شوې چې د نومبر په ۲۵ نیټه د فرانسې ساحل ته نژدې انګلیس کانال کې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۲۷ تنه کرد او عراقي کډوال مړه شول.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو د دواړو هېوادونو ترمنځ له دیپلوماتیک کړکېچ له پیدا کېدو وروسته د هغې بلنه لغوه کړای شوه.
آغلې پټېل خبرداری ورکړی چې د اروپايي هېوادونو ترمنځ د کډوالو د مخنیوي په برخه کې نه همکاري به حالت لاپسې ناوړه کړي.
په ورته مهال غوښتنه شوې چې بریتانیا باید کډوالو ته د ورتګ خوندي لاره برابره کړي چې په دې توګه یې د پناه اخیستلو عریضې په سمه توګه وڅیړل شي.
فرانسه وايي ډېری هغه کسان چې له دې هېواد نه بریتانیا ته د تګ هڅه کوي له بلجیم نه ورغلي دي.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن ویلي فرانسه باید له غیر قانوني لارې د کډوالو تګ راتګ مخه ونیسي.
خو د فرانسې لومړی وزیر ایمانویل ماکرون بیا ویلي چې بریتانیا باید د دې مسئالې له سیاسي کولو ډډه وکړي.
د یادونې ده چې د کښتۍ د ډوبېدو په وروستۍ پېښه کې د شمالي عراق یوه ۲۴ کلنه اوسېدونکې مریم نوري محمد امین هم وه.
د نوموړې نامزد، چې بریتانیا کې مېشت دی، بي بي سي ته وویل، د کښتۍ توپاني کېدو پر مهال یې ده ته پیغامونه استولي دي.
دی وايي، هغې باور درلود چې مرسته به ورته ورسېږي او و به ژغورل شي.