تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړۍ کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېر رېکارډ کچې ته رسېدلی
د کورنیو بې ځایه شویو کسانو د څار بنسټ وايي په نړۍ کې د رېکارډ تر کچې یانې نږدې ۵۱ ملیونه کسان د شخړو او یا ناورینونو له امله بې ځایه شوي او کورونا وېروس له ګواښ سره مخ کړي. دې بنسټ پر حکومتونو غږ کړی چې د افغانستان او سوریې په څېر شخړې دې هوارې کړي.
یاد بنسټ په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې څه باندې ۴۵ ملیونه کسان د تاوتریخوالي له امله له خپلو مېنو شړل شوي دي.
رپوټ وايي چې پنځه ملیونه نور د طبیعي ناورینونو، لکه زلزلې او سېلابونو له امله بې ځایه شوي دي.
په یو کال کې په هېوادونو کې دننه د بې ځایه شویو کسانو دا تازه شمېر په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړ هغه دی.
د څار دا بنسټ وايي د تېر ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ۳۳ ملیونه او څلور سوه زره کسان د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په ډله کې اضافه شوي او دا له ۲۰۱۲ کال را په دېخوا موده کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
کورونا وېروس ښايي د دې بې ځایه شویو کسانو د یو زیات شمېر ژوند لا ستونزمن کړي، ځکه ځینې یې په سختو او غیر صحي شرایطو کې ژوند کوي.
ګڼ شمېر دا بېځایه شوي وګړي د اوسېدو لنډمهال استوګنځيو، غیرپلاني ساحو او یا د ښارونو په بې وزلو ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوي.
د کورنیو بېځایه شویو وګړو د څار بنسټ وایي، په داسې سختو شرایطو کې دا اسانه نه ده چې د خلکو ترمنځ فزیکي واټن وساتل شي او کوویډ-۱۹ وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړین روغتیايي تدبیرونه په پام کې ونیول شي.
د دې بنسټ مشر الکسندر بیلاک وویل دا وبا دغه راز اساسي خدماتو او بشري مرستو ته د دوی لاس رسی محدودوي او د ژوند نامناسب وضعیت یې له لا ډېر خطر سره مخامخ کوي.
رپوټ زیاتوي که د کوویډ-۱۹ وبا هم نه وای نو په نړۍ کې په کور دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر د ټولو د ناکامۍ په معنی دی.
دې مرکز پر حکومتونو غږ کړی چې په سوریه کې د روانې جګړې په څېر کورنۍ شخړې هوارې کړي، چېرته چې له نهو کالونو راهېسې جګړه ده او یوازې له دسمبر میاشتې را په دېخوا شاوخوا یو ملیون کسانو د حکومتي ځواکونو د عملیاتو له امله خپلې مینې پرېښي دي .
رپوټ د افغانستان، یمن او کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې روانو شخړو ته هم اشاره کړې ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د اقلیمي بدلون او له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزې د حل لپاره لا ډېر څه کېدای شي، ځکه د سیلابونو او توپانونو له امله تېر کال میلیونونه کسان بې ځایه شوي دي.
په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو د څار مرکز پر حکومتونو غږ کړی چې د روانې وبا پرمهال بې ځایه شویو کورنیو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي او په اوږد مهال کې د بې ځایه کېدو د لامل چاره وکړي.