تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوست کې د ښار د پاکوالي لپاره اشر
ملګري ملتونه سږ کال د اشر یا رضاکارۍ نړيواله ورځ له دې شعار سره لمانځي چې، د ټول شموله راتلونکي لپاره رضاکاري وکړئ. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په دې اړه پخپل پيغام کې ویلي، د یوې ټولنې د تلپاتې پرمختیا لپاره رضاکارانه کارونه د حکومتونو او خلکو پياوړي ملاتړ ته اړتیا لري. اشر یا پګاړه، چې له پخوا راهیسې په افغان ټولنه کې دود ده، په دې وروستيو کې پيکه شوې ښکاري. خو د افغانستان په سویل ختيځ خوست ولایت کې تازه یو شمېر خلکو د ښار د پاکوالي او د سړکونو د جوړولو لپاره اشرونه کړي. نصرت الله تسل پرې رپوټ لري.