تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هانګ کانګ کې د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کانګ کانګ د تاریخ په موزیم کې د دریو میاشتو له پاره د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون پرانست. د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د دا ډول نندارتونونو موخه د افغانستان له کلتور او تاریخ سره د سیمې او نړۍ اشنا کول وباله. نندارې ته د تپه فلول، آی خانم، طلاتپې، باګرام او تپه زرګران ۲۳۱ قلمه اثار ایښودل شوي دي. د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند محمد صابر مومند یې په اړه بي بي سي ته معلومات ورکړل.