ټرمپ: پر چینايي توکو نورې تعرفې نه لګوو

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په جنوبي کوریا کې دی. او دغلته یې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اوون سره ولیدل. د دې لیدنې وړاندیز په خپله ولسمشر ټرمپ د جي شلو هېوادونو په غونډه کې کړی و. په همدې غونډه کې ښاغلي ټرمپ دا اعلان هم وکړ چې له چین سره خپله سوداګریزه جګړه ځنډوي او پر چینايي توکو به نورې تعرفې نه لګوي.