BBCNazer.com

13:02 گرينويچ 2007 ,18 مارچ

د نوي کور،نوي ژوند مجله

د نوي کور، نوي ژوند مجلې لومړۍ ګڼه د١٩٩٤ کال دجولاى په مياشت کې له چاپه راووته. دا يوه مياشتنۍ مجله ده ، چې په هره ګڼه کې دډرامې ٦٠ صحنې په بر کې نيسي او په تصويري بڼه خپريږي.

مجله د بيلابيلوموضوع ګانو په هکله ١٢ پيغامونه هم له ځان سره لري. همد راز مجله له سوادڅخه د بې برخو کسانو اود کم سواد لرونکو کسانو لپاره دوه درسه لري ، چې د معلوماتو اوتمرين مخونه هم ورسره دي.

د مجلې هدف داوريدونکو له پاره د پيغامونو بيا بيا رسول دي اود مجلې دوهم ګام هغه مرستې دي، چې دلږ سوادلرونکي يادسوادڅخه بې برخې کسان ترې ليک لوست زده کړي.