15:45 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
پرده دار اکا له ډيرانتظار وروسته غواړي بيرته ستون شي ، چې په همدې وخت کې عابدپه منډه، منډه د پرده اکاپه لور راروان دى. له ډېرې ګرمۍ او منډو له کبله پرې خولې راماتې دي، له رارسيدو سره سم د پرده دار اکا سره روغبړ کوي.
عابددخپل ناوخته رارسيدو له امله له پرده داراکاڅخه بښنه غواړي او زياتوي چې دپلار سره بازار ته تلى و،د موټروډيروالى او د سرکونوبندوالى د خپل ناوخته راتګ لامل ګڼي او د پرده داراکا سره يو ځاى ديوې ونې ترسيوري لاندې کښېني. هغه د هوا د تودوخې او زياتې خوله کيدنې څخه شکايت کوي او په نږدې وياله کې خپل مخ او لاسونه پرې مينځي.
وروسته دواړه ځي چې ديوه نوي راز د موندلو په موخه پرده کش کړي.پرده داراکا د پردې شعر وايي ، پرده ورو ، ورو يوه لوري ته کش کيږي.
د پردې تر شا د لوبو په ميدان کې يو زيات شمير کوچني هلکان د فټبال په لوبه بوخت دي.عابد د لوبغاړو دکرمچانو او جامو،له مسابقې سره د هغوى د ليوالتيا، د فټبال د توپ اود لوبو د ميدان ستاينه کوي.
خو کوم شى چې د عابد زياته پاملرنه يې ځانته وراړولې ، هغه په سره لمر کې د هلکانو لوبې کول دي چې دډيرې ګرمۍ له کبله يې جامې په خولو لندې خيشتې دي.
پرده داراکا په خندا ورته وايي چې دنن ورځې د اسرارو د پردې موضوع هم همدا ده ، چې موږ ولې خولې کوو؟ د همدې موضوع د روښانتيا له پاره د پردې شاته د ورزشکارانو منځ ته ورځي چې وپوښتي هغوى څه وخت خولې کوي؟
زياتره لوبغاړي د خولو کيدو لامل منډې وهل،لوبې کول،په ګرمه هوا کې کار کول او کله کله هم ناروغي بولي. د موضوع د زياتې روښانتيا له پاره پرده داراکا زياتوي ، هر کله چې زموږ د چاپيريال د تودوخې در جه زموږ د وجود د تودخې له درجې څخه کمه يا زياته شي او يا هم د جسماني فعاليت په پايله کې که چيرې د زموږ د بدن د تودوخې درجه تغيير ومومي، نو دا کارونه ټول د خوله کيدو لامل کيږي.
عابد په داسې حال کې چې دپرده دار سره د حرکت په حال کې دى د انسان د بدن د تودوخې سره د خوله د تړاو په هکله پوښـتي پوښتي، پرده دار په ټينګار وايي چې د انسان وجودپه معينه اندازه تودوخه لري،که چېرې د انسان د بدن د تودوخې درجه له خپل ټاکلي حد څخه لوړه شي نوسړى تبه کوي.
عابد وايي له دې مالوميږي چې همدا د بدن دتودوخې ددرجې د کميدو او لوړيدوله کبله کله د سړي ګرمي کيږي او کله هم ساړه. پرده دار د عابد خبرې تاييدوي او پخپله عابد مثال ورکوي چې کله يې منډې وهلې وې ، جامې په خولو لندې وې او د ګرمۍ احساس يې کاوه، چې د مخ اولاس له مينځلو وروسته سړې اوبه او نرى شمال د عابد دوجود د تودوخې د کميدو لامل شول.
وروسته بيا پرده دار اکا د خپلوخبرو د اثبات له پاره له عابد څخه غواړي چې خپل يو لاس د ويالې په اوبو کې لوند کړي او بيا يې نري شمال يا تازه هوا ته ونيسي. عابد همداسې کوي او په پايله کې پرده دار ته وايي ، هغه لاس يې چې په اوبو کې لوند کړى و دهغه بل لاس په پرتله سوړ دى.
پرده دار څو څو ځله عابد ته يادونه کوي چې همدا شان خولې هم د تازه هوا په لګيدود وجود د سوړوالي لامل کيږي. عابد پوښتي چې خولې څنګه زموږ د بدن په پوستکي پيدا کيږي؟ پرده دار په ځواب کې وايي : (( زموږ د بدن پوستکى يو ډول کوچني ، کوچني سوري لري چې مسامات يې بولي چې خولې له همدې مساماتو څخه راوځي. ))
عابد د خپل لاس د څټ پوستکي ته ګوري چې کوچني ، کوچني سوري لري ، بيا د پرده دار اکا لاسونو ته متوجه کيږي چې د هغه لاسونه هم همدا شان مسامات لري.
عابد پرده دار ته وايي چې هغه کله څاى څښي ، لاسونه او تندى يې خولې کيږي چې بيا خولې په تندي راماتې وي. بيا د خپلې مور په هکله وايي چې کله په تنور ډوډۍ پخوي جامې يې له خولو ډکې وي، همدا راز د خپل پلاريادونه هم کوي چې بزګر دى او په ځمکه کې د کارکولو پر مهال ډير خولې کيږي.
پرده دار په داسې حال کې چې دعابد خبرې تاييدوي ،له عابد څخه پوښتي چې کوم کارونه بايد وشي چې تر يوې اندازې د تودوخې مخنيوى وشي؟عابد د خپلې مور له خولې وايي چې د چاى څښل دبدن د تودوخې د کمولوله پاره ښه دي او همداراز دتودوخې په موسم کې په لمر کې د ګرځيدو پر مهال خولۍ پر سر کول يا سر په کوم دستمال باندې تړل تر يوې اندازې د خولو کولو او تودوخې مخنيوى کوي.
خو پرده دار ورته نصيحت کوي چې دغرمې پر مهال چې لمر د سړي پر سر وي ، کوښښ دې وشي چې په لمر کې ونه ګرځي. همدا راز پرده دار وايي چې د تودوخې په موسم کې د مناسبو جامو او سړو اوبو درلودل د ماشومانو له پاره ډير ضروري دي.
په داسې حال کې چې پرده دار اکا او عابد د خولو دپيدا کيدود لامل او د تودوخې څخه د ژغورنې په لارو چارو غږيږي، د نري شمال لګېدل د پرده دار پاملرنه د وخت پوره کيدو ته ور اړوي. دواړه په بيړه دپردې شاته ورځي چې پرده کش کړي.