18:40 گرينويچ 2007 ,13 جون
نن (چارشنبه) د يادې شوې پروژې لخوا د يو نيم سل زرو نه زيات ښوونيز کتابونه د پوهنې وزارت ته په وړيا توگه ورکړل شول .
دغه کتابونه چې د چاپ په چارو يې شا وخوا يو سل او شپيته زره امريکايي ډالره لگېدلي د افغانستان لپاره د بي بي سي د ښوونيزو پروژو له خوا د ښوونې او روزنې وزارت ته وسپارل شول.
د بي بي سي د تعليمي پروژې مشر شېراقا کريمي وايي چې دوى له ښوونې وزارت سره د ښوونکو په روزلو او نورو برخو کې هم مرستو ته چمتو دي .
ښاغلي کريمي زياته کړه :''زموږ هيله دا ده که چېرته د پوهنې وزارت موږ ته شين څراغ راکړي نو موږ به د دوى د تعليمي نصاب کتابونه د راډيويي پروگرامونو په بڼه واړوو او د دې تر څنگ موږ چمتو يو چې يو شمير هغه ښوونکي چې د عصري زده کړو نه بې برخې پاتې دي هغوى هم وروزو.''







