BBCNazer.com

08:08 گرينويچ 2008 ,10 نومبر

فرشته مرسل

دښارغږ: دمېله ځايونو نظافت

دافغانستان ډير ښاري اوسيدونکي ټوله اونۍ په خپلو ورځنيو کارونو بوخت وي

او ځينې يې د خپلو ستړياوو د ليرې کولو لپاره په رخصتيو کې پارکونو او ميله ځايونو ته ځې. خوځينې خلک د ميله ځايونو پاکوالی په پام کې نه نيسي.

په دې اړه ميرمن شفيقه وايي: "په بهر کې مې دا لويه هېله وه چې کله افغانستان ته لاړه شم، د قرغې بند ته به د مېلې لپاره ځم،

خو کله چې دلته راغلم، ومې ليدل چې دا ميله ځای څومره له کثافاتو ډک دی.

هر چا چې دلته ديګ کړی، هرڅه يې په هماغه ځای کې غورځولي چې بد بوی ورنه پورته کيږي او زه په خپل راتګ پښيمانه يم."

په ځينونورو سيمو کې بيا ميلې ته راغلي خلک پاکې او نظافت ته پاملرنه کوي، د باميانو دولايت د بند امير په پارک کې يو دوکاندار حسن وايي:

"مخکې به خلکود مېله ځای پاکوالي ته دومره پام نه کاوه، خو اوس په سيمه کې دچاپيريال ساتنې د ملې ادارې په مرسته چې په خپله د خلکوله خواجوړه شوي،

په دې توانيدلي يوچې مېله ځاي پاک وساتو، دلته هم د ښاروالۍ او هم د دوکاندارانو لخوا د کثافاتو بيلرونه ايښودل شوي

او هر څوک د بند پاکوالی او نطافت ته پام کوي. دکابل ښاراوسيدونکي احمدوايي: "کله چې له خپلو ماشومانو سره ميلې ته ځو،

د راتګ پر مهال ټول کثافات په پلاستيک کې اچوو او په لاره کې چې کوم د کثافاتو بيلر مخې ته راشي، همالته يې ور غورزوو."