BBCNazer.com

06:20 گرينويچ 2008 ,12 اکتوبر

ذبيح الله شاکر

د ولس خبرې: توربازار

بازارونه ډول ډول وي، چې هر بازار بيا خپلې ځانګړتياوې لري، د بيلګې په ډول: ازاد بازار، رقابتي بازار ګډبازار او داسې نور.

له دې ځايه واورئ!

د کابل ښاراوسيدونکي يوسف وويل: "پخوا چې دولتي مامورينو ته کوپون ورکول کېدۀ ځينو به يې هغه مواد بيا په لوړه بيه پلورل دې ته تور بازار وايي".

پۀ عمومي ډول د نړۍ پۀ ټولو هېوادونو کې تور بازارونه شته، چې په هغه کې شيان په ناقانونه ډول پلورل کېږي،

په دې اړه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حميدالله فاروقي وويل:

"په ټولو هېوادونو کې چې دولتونو پۀ يوۀ بازار کې نرخونه ټاکلي وي که خلک لۀ هغو نرخونو نه په لوړه بيه راکړه ورکړه تر سره کوي دې ته تور بازار وايي.

هر هغه مال چې پرته لۀ ماليې او محصول نه او د قانون د نه شتون په صورت کې په غلا پلورل کېږي دغه ډول بازار ته تور بازار ويل کېږي".

د کارپوهانو په وينا د تور بازار اقتصاد د يوۀ هېواد د مالياتي سيستم د لۀ منځه تلو او د اقتصاد د خرابېدو لامل ګرخي.

که تور بازار په يوۀ هېواد کې وده وکړي څه به وشي؟ استاد فاروقي وويل: "د هماغه هېواد اقتصاد وده نۀ کوي

ځکه چې، راکړه ورکړه په ناقانونه ډول ترسره کېږي، دولت عايدات نه ترلاسه کوي، هماغه وي، چې عامه خدمتونه هم نشي کولای".

تور بازار د يوۀ هېواد اقتصاد کمزوری کوي او همدا د اقتصاد کمزورتيا د خلکو په ژوند ناوړه اغيزه کوي. اقتصادي کارپوهان وايي:

خلک کولی شي د تور بازار په له منځه وړلو کې ونډه واخلي، څه چې په تور بازار کې پلورل کېږي له اخيستو يې ډډه وکړي.