BBCNazer.com

10:08 گرينويچ 2008 ,13 سپتمبر

طوبی ندا ساپۍ

روغتيا او ژوند: بې وخته لنګون

اميدواري او زېږون د مور او ماشوم لپاره دوه ډېر مهم پړاوونه دي.

په دې پړاوونو کې د اميدوارۍ پر مهال د مور روغتيا او سلامتيا ته پام نه کول، وروسته ډېرې ستونزې زېږوي.

له دې ځايه واورئ!

له دغو ستونزو څخه يوه هم له وخت څخه مخکې يا د خلکو په وينا بې وعدې زېږون دی،

خو تاسو څه فکر کوئ چې ولي ځينې وخت ماشوم له خپل وخت څخه مخکې نړۍ ته راځي؟ د ميدان وردګو ولايت يوه مېرمنه وايې:

”ماته ډاکټر د امېدوارۍ پر مهال د استراحت ويلي وه خو ما داسي و نه کړه، ماشوم مې مخکې له وخته پيدا او وروسته مړ شو“. يوه بله مېرمن ګلالۍ وايي:

”ماد اوبو درنې بوشکې پورته کولې، ماشوم مې بې وخته پيدا شو“. د کابل ولايت د رابعه بلخي روغتون د ښځينه ناروغيو او لنګون د برخې ډاکټره روزا تقدير وايې:

د اميدوارۍ پر مهال ډاکټر ته د ميندو نه ورتګ، د درنو کارونو کول، د وجود د مقاومت ټيټ والی، د مور ځينې ناروغۍ او داسې نور شيان د بې وخته ولادتونو لامل ګرځي“.

مېندي د امېدوارۍ پر مهال استراحت ته ضرورت لري خو په عادي حالت کې کار کولای شي بايد يوڅه احتياط وکړي.

د پکتيا ولايت يوه مېرمنه سليمانزۍ وايې:

”زه يوولس ماشومان لرم خو يو يې هم بې وخته نه دی پيداشوی، ځکه چې زه د امېدوارۍ پر مهال درانه کارونه نه کوم او بل ګټور خواړه خورم“.

د ډاکټرانو په وينا د کور خوشاله او آرامه فضا هم د امېدوارو مېرمنو له اړتياووڅخه شمېرل ډاکټره روزا د بې وخته زېږون د مخنيوي په باب وايې:

”بايد مېندي له رواني اړخه هم آرامې وي او نجوني دي په کم عمر کې نه واده کېږي.