06:16 گرينويچ 2008 ,03 اگست
طوبی ندا صافۍ
په معده کې ځينې داسې تيزابونه شته چې خوراک هضموي، د معدې په داخلي برخه کې يوه پرده ده چې معده له تيزابونو څخه ساتي چې معده و نه شړوي.
خو کله چې د ځينو لاملونو له کبله د معدې دا پرده سورۍ شي او تيزابونه د معدې جدار يا ديوال ته ورسيږي همدا وخت دی چې معده زخمي کيږي.
د کور يوه ميرمن شفيقه ډير خفګان د معدې د زخمي کيدو علت ګڼي:
"وړه واده شوم، ژوند مې تريځ و، د خسر په کور کې مې ډير جنجالونه وليدل، همدا و چې د معدې په زخم اخته شوم". ډاکټر قمرالدين صديقي وايي:
"اوس دا مالومه شوې چې د معدې د زخمي کيدو عامل د Hbp په نامه يو ډول باکتريا ده چې په معده کې پيداکيږي او د معدې د زخم سبب ګرځي."
د کور يوه ميرمن مريم چې د معدې په زخم اخته ده وايې:
"معده مې سوزي، زړه مې بديږي، سرمې درد کوي او ان د درد د حملې په وخت مې ولي هم درد کوي".
ډاکټر صديقي د دې ناروغی د علايمو په اړه وايې: "په خلکو کې دا نښې نښانې توپير سره لري، ځکه نو د علايمو لپاره کومه خاصه قاعده نه شو ټاکلی".
د معدې زخم يوه داسې ناروغي ده چې کنټروليدای شي.
ډاکټران وايي چې ځينې خواړه، معده نه زخمي کوي، که چيرې د چا معده زخم وي، بيا د دغو خوړو خوړل ستونزه ډيرولای شي،
مانا دا چې د معدې په زخم اخته ناروغان بايد له سره کړيو، ترخو او تېزو خوړو لکه ترشي، اچار، ګازلرونکي مشروبات، او د داسې نورو تيزاب لرونکو خوړو څخه ډډه وکړي.
يو کس چې د کابل د قره باغ د ولسوالی اوسيدونکی دی وايې: "زه چې کله ترخه شيان، خټکی، ګندنه، سره کړي خواړه او داسې نور وخورم بيا مې د معدې تکليف ډيريږي."
د ډاکټرانو په وينا د معدې په زخم اخته ناروغان د پرهيز تر څنګ بايد ژر تر ژره ډاکټر ته ور شي، تر څو د دې ناروغی د پرمختګ مخه ونيول شي.