11:19 گرينويچ 2008 ,26 جولاى
فرشته مرسل
که چېرې راستانه شوي کډوال مخکې له هغه چې خپل وران کورونه جوړ کړي
د ماين او ناچاودو توکو په هکله مالومات واخلي نو تر ډېرې اندازې کېداى شي چې د پېښو مخنيوى وشي.
کور يا سرپناه د انسانانو له لومړنيو اړتياوو څخه گڼل کېږي؛ نو ځکه کله چې کډوال راستنېږي، تر هر څه وړاندې د کور د جوړولو په فکر کې وي.
يو شمېر راستانه شوي کډوال خپل وران کورونه بېرته له سره جوړوي؛ نو ځکه ځينې وخت بيا د ماين او ناچاودو توکو له امله له پېښو سره مخ کېږي.
د کابل ښار يو اوسېدونکى نصرت علي محمد وايي:
"کله چې له کډوالۍ راستانه شوو سم له لاسه مو د کور په جوړولو پيل وکړ، کوم ناچاودى شی وچاودېده او څو تنه ټپيان شوو." شميم بيا وايي:
"زما ترور له کډوالۍ راستنه شوې وه، که څه هم کور يې ډېر نه و وران شوى، يوه ورځ يې جارو کوله چې کوم ناچاوده شی وچاود او په پايله کې يې هغه مړه شوه."
د ATC د ماين پاکۍ د دفتر کارکوونکى کفايت الله ابلاغ وايي:
"له داسې پېښو سره ډېرې وخت هغه راستانه شوي کډوال مخ کېږي، چې په خپلو کورونو کې د ماين او ناچاوده توکو په باب خبر نه وي.
کله چې هغوی خپل کور بېرته جوړوي دوى بايد له ډېر غور څخه کار واخلي،
د بېلگې په توگه که چېرې په کور کې ناچاوده شى يا ماين ويني نوژر تر ژره دې د ماين پاکۍ دفتر ته خبر ورکړي."
ځينې کډوال بيا د خپل وران کور له پخوانيو خاورو څخه په پرانه کې کار اخلي، کفايت الله ابلاغ وايي:
"دا کار خطرناک دى، کيدای شي چې تر خاورو لاندې ناچاوده مواد موجود وي،
کډوال دې مخکې تر هغه چې خپل کور جوړ کړي د سيمې له خلکو او د ماين پاکۍ د دفتر کارکوونکو څخه مالومات واخلي." د کابل ښار بل اوسېدونکی حميد وايي:
"مخکې له هغه چې کور جوړ کړم، د ماين او ناچاوده توکو په باب مې مالومات تر لاسه کړل، له يوې خوا له پېښې سره مخ نه شوم او له بل پلوه مې کو ر له خطره پرته جوړ کړ."