BBCNazer.com

04:45 گرينويچ 2008 ,17 جون

حکمت الله سروش

روغتيا او ژوند: د ملاريا مخنيوى

تېر کال په افغانستان کې د ملاريا (٤١٣ ٤٣٣ ) پېښې ثبت شوي، د انافيل ماشی چې خلک يې دملاريا ماشی بولي د دې ناروغۍ تر ټولو لوی لېږدوونکی دی .

خپرونه واورئ!

د ناروغۍ مهمه نښه لړزوونکې تبه ده.دننګرهار اوسېدونکې وږمې وويل: "زموږ په سيمه کې ماشي ډېر دي، موږ په پشه خانو کې ويدېږو.

د کور لښتي هره ورځ پاکوو او پسونه او غوايي په انګړ کې نه تړو. "پشه خانې پر ملاريا سربېره د ټولو مکروبي ناروغيو مخه هم نيسي.

عبدالحکيم وويل: " موږ د کور شا ته د ولاړو اوبو ډنډ د ماشو د مخنيوي له پاره ډک کړ، د کور پر دروازو او کړکيو مو هم جالۍ لګولي دي."

د ملاريا لېږدوونکي ماشي په ولاړو اوبو کې هګۍ اچوي او ډېرېږي. د ډاکټرانو په نظر عبدالحکيم د پېښې تر راتلو وړاندې د هغې مخه نيولې.

د ننګرهار د ثمرخيلو اوسيدونکى اکبر وويل: "خلک بايد په ملاريا اخته کس د ماشو له چيچلو ښه وساتي چې نور کسان ناروغ نشي"

ډاکټران هم په دې نظر دي چې کله ماشه ناروغ وچيچي نو مکروب روغ سړي ته لېږدوي.

خو عطاوالله وويل: "موږ د ملاريا څخه د ځان ساتلو لپاره د ملاريا درمل خورو." د ملاريا او لشمانيا د کنټرول د ملي پروګرام مشر ډاکټر نجيب الله ساپي وويل:

"درمل بايد په ملاريا تر اخته کېدو مخکې و نه خورو، چې د ځيګر يا نورې ناروغۍ پيدا نه کړي."