BBCNazer.com

10:19 گرينويچ 2008 ,09 جون

فرشته مرسل

ښارغږ: غصب شوي کورونه

دځينو ستنوشويو کډوالوکورونه دنوروله خوانيول شوي وي. نوځکه د ستونزو سره مخ اودحل لارې ورنه ورکې وي. دشبرغانوښاريواوسېدونکي عنايت وويل:

خپرونه واورئ!

" زه چې پېښورته کډه شوم نو دلته زما دکان بل چا په زور ونيو. اوس نه پوهېږم چې څرنګه يې بېرته واخلم" مدافع وکيل قاضي باصل څرګنده کړه:

"په رښتيا هم د ځينو کډوالو ملکيتونه د نوروخلکو له خوا په زورنيول شوي دي.

خودبېرته اخېستو لپاره يې له بيلابيلولارو لکه دمحکمې ، او يا دجرګوله لارې کار اخېستلای شي ".

خو دکابل ښاراوسېدونکي ضياوويل: "زما ملکيت په زورنيول شوی نو مجبور يم چې دشخړوله لارې يې بېرته واخلم". قاضي واصل په دې اړه وويل:

" شخړې د هوارۍ لارې نه دي. بلکې ستونزې لا ډېروي.آن مرګ ژوبله رامنڅ ته کوي. ښه به داوي چې دواړه خواوې سره کېني او په کډه دهوارۍ لارې ولټوي "

د ننګرهاراوسيدونکي احمدشاه وويل:" کله چې کډوالۍ نه راغلم کورمې بل چانيولی و. بيا مې سپين ږيري ټول کړل اوپرته له لانجې مې بېرته واخېست."

دمزارشريف اوسيدونکي غلام رسول څرګنده کړه:" کله چې راغلوزموږکورهم نيول شوی و.بيا مو پوليسوته عريضه وکړه وروسته له ډېروستونزو موبېرته واخېست " .

خوځينې کډوال بيادخپلوملکيتودبېرته اخېستلولپاره دکډوالووزارت ته ورځي. ځکه داکار په هغوئ پورې اړه لري نه په امنيت پورې .

دکډوالودحقوقي ستونزودهوارۍ لپاره نه يوازې دولتي بلکې ځينې غيردولتي ادارې هم کارکوي.

لکه د ان، ار، سي، دفتر. په دې اړه د کابل ښاراوسيدونکي حميدوويل: "پس له اتوکلو هېواد ته راغلو دلته مو درملتون بل چا په جعلي سند نيولی و .

بيا د ان، ار، سي، دفتر ته ورغلم هغوزما ستونزه په ډېره ښه توګه هواره کړه" که دکډالوملکيتونه په زورنيول شوي وي نو د سند په لرلو يي بېرته اخېستلای شي.