BBCNazer.com

11:20 گرينويچ 2008 ,04 جون

ذبيح الله شاکر

د ولس خبرې: دانتخاباتو سيسټم

څه موده دمخه په ولسي جرګه کې د افغانستان د انتخاباتو په قانون بحث روان و چې کوم کسان کولای شي ځانونه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره کانديد کړي .

غلام حيدر د پروان ولايت اوسيدونکي وويل: "په افغانستان کې دولايتي شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه معلومات لرم کيدای شي د نورو کسانو لپاره هم ټاکنې وي"

خپرونه له دې ځايه واورئ!

په يادو شويو سربېره د ولسواليو د شوراګانواو ښارواليو لپاره هم انتخابات په پام کې نيول شوي خو تراوسه نه دي ترسره شوي .د لوګراوسيدونکي هارون وويل:

" په ولسي جرګې کې په دې بحث روان و چې ټاکنې عمومي شي، که ګوندي ؟ ځينو وکيلانو ويل چې عمومي دې وي او ځنو بيا ويل چې يوازې د ګوندونو استازي دې ګډون وکړي .

کله چې په کلي کې د اشرکار روان وي ځنې وختونه په کور يو کس د کار لپاره غواړي چې دا د دې مثال دی چې يوازې د ګوندونو استازي کولای شي ګډون وکړي .

اوځنې وختونه د اشر د کار لپاره غټ او واړه ټول غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اکثريتي سيسټم کې هم همداسې دي "د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخيل وويل:

" په ولسي جرګې کې اکثريتي سيسټم ومنل شوچې په هغه کې به د تيرو انتخاباتو په څير هر هغه څوک چې د کانديديدو شرايط پوره کړي ځانونه کانديدولای شي .

په يوه هيواد کې انتخابات د دې لپاره کيږي چې خلک خپل راتلونکی وټاکي او د هيواد چارې سمې پرمخ لاړې شي هغه کسان چې غواړي ځانونه کانديد کړي بايدد کانديدو په شرايطو پوه وي.