BBCNazer.com

04:52 گرينويچ 2008 ,29 مۍ

فرشته مرسل

دښارغږ : په کورنۍ کې تاوتريخوالی يا خشونت

لکه څنګه چې په يو هېواد کې اتفاق اويووالی سوله او آرامي راولي ، همداسې په کورنۍ کې هم دغړو ترمنځ مېنه ډيروي او هريو يې له ژوندنه خوند اخلي .

خپرونه له دې ځايه واورئ!

په کورنۍ کې د ورونواوخويندوتر منځ لانجې د تاوتريخوالي يوډول دی چې د کورنيوغړي ځوروي او ښه اوآرامه فضا په نارامۍ اوخوابدۍ بدلوي .

په دې اړه دکابل ښار اوسېدونکې مريمې وويل : ” زه په کارو بوخته وم نوځکه مې دورور پتلون اتوکړی نه و کله چې راغی دومره يې ووهلم چې هډوکي مې مات شول . ”

دکابل ښار بلې اوسيدونکې سفورا وويل : ” کله ناکله ورونه او خوېندې يو دبل سره نه غږېږي اوکله داسې خبرې کوي چې يودبل په ضدوي .

مګراکثراً ورونه د خوېندوپه ځورولو دهغوئ ژوند تريخوي .

د هغوئ تر منڅ وړې لانجې په لويوشخړوبدلېږي په پای کې دکورنۍ غړي يود بل نه کرکه کوي. ”

دچاريکارو دښار اوسيدونکي رفيع وويل : ” دکور کار دښځووي کله چې ښوونځي ته ځم خوېندې مې بوټونه رنګوي او کالي مې هم را ته برابروي “

خوسفورا وويل : ” هم مور او پلار او هم خوندې او ورونه مسئوليت لري چې په ګډه کار وکړي اود ستونزو مخه ونيسي .

زه پينځه بچيان لرم . پخوا به يې په خپلو کې لانجې کولې. دشخړوپه وخت مې دچا پلوي نۀ کوله . وروسته مې ملامت بيل پوهاوۀ چې بيا داسې ونه کړي. ”

د لوګر ولايت اوسيدونکي غفور وويل : ” ما به خپله خور تل ، په داسې خبرو چې هغه خوارکۍ به پړه نه وه ، ځوروله خواوس چې هغه موږ نه لرې شوې ډيرپښېمانه يم “

خو ټولې کورنۍ داسې نۀ دي په دې باب غفار وويل : ” موږ په خپله کورنۍ کې ډير خوښ يو. ځکه چې خوېندې او ورونه يو بل سره ډير ښه چلند کوو .

موږ هېڅکله له هغو ئ سره زور زياتی نه کوو او هغو ئ تل زموږ خبرې مني . په دې ډول له خپل ژوند نه ډير خوند اخلو.