ذبيح الله شاکر
اسلامي کنفرانس په (١٩٦٩ م )کال کې د مراکش هيواد په پلازمينه رباط کې د (٢٣ )هيوادونو په غړيتوب جوړ شو چې اوس يې (٥٧ ) هېوادونه غړيتوب لري.
دکابل ولايت اوسيدونکی حبيب الله د اسلامي کنفرانس په اړه وويل:
"داسلامي کنفرانس سازمان د اسلامي هيوادونو د پرمختګ لپاره کارکوي. لکه موږ چې يوه قومي اتحاديه لرو.
په مياشت کې يوځل راټوليږو، د يوبل ځنې ستونزې هواروو او د قوم ترمنځ مواړيکې هم ښې کيږي.
همداسې اسلامي کنفرانس هم د اسلامي هيوادونو ستونزو ته د هواري لارې چارې لټوي."
د بلخ ولايت اوسيدونکی عبدالوحيد بيا په دې اړه يوه کليواله بيلګه څرګنده کړه:
" مونږ د اسلامي کنفرانس په څير د خپلوکليوالود ستونزو د هوارۍ لپاره يوه سيميزه شورا لرو."
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين په دې اړه داسې وويل:
"اسلامي کنفرانس د اسالامي هيوادونو يوه لويه ټولنه ده چې ٥٧ غړي هيوادونه لري.
دا سازمان د اقصې جومات ته د اور اچونې په ځواب کې په ١٩٦٩ کال کې جوړ شو ، او هڅه کوي چې د مسلمانانو په منځ کې يوالي ته وده ورکړي .
دا سازمان دوه غونډې لري چې د غړيو هېوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو غونډه هرکال او د مشرانو غونډه يې هر ٣ کاله وروسته جوړيږي .
کيدای شي د اړتيا په وخت کې فوق العاده غونډې هم راوغواړي . ددغه سازمان د کنفرانس کارونه دارلانشا تنظيموي. د سازمان مرکز د عربستان په هيواد کې دی .
په غړيو هيوادونو کې نمايندګئ لري چې يو لۀ هغو څخه افغانستان دی.
د اسلامي کنفرانس ١٤ماده ييز منشور د ملګرو ملتونو د منشور د ١٠٢ مادې په اساس په ١٩٧٤ کال کې جوړ شو .
د اسلامي کنفرانس مشر د غړو هيوادونو له ډلې نه د درې کلونو لپاره ټاکل کيږي او دا سازمان هڅه کوي چې د مسلمانانو په منځ کې يوالي ته وده ورکړي .